ایکناخبری آژانس راپور راکړ،پروفیسر کورټ ریچرډسن یو هغه شخصیّت دی ، چې د الهیاتو او تطبیقي الهیاتو له موضوع سره دلچسپي لري او په دې زمینی کې مختلف څيړنیز او مطالعاتي فعالیتونه کوي . یوه داسې موضوع چې پروفیسر ریچرډسن ورته پام کړی ، په مختلفو دینونو کې د ؛پنځون د ژغورونکي ظهور ؛ دی او دی دي نتیجې ته رسیدلی دی چې د دینونو ترمینځ یومشترک ټکی ،د ژغورونکي د ظهور لپاره انتظار دی . همداراز د ی په دې اند دی چې چې دا موضوع د دینوننو ترمنیځ دخبرواترو او له یوه بل سره د دینونو د پيروکارو د نزدیکت لپاره ښه موضوع کیدلی شي . پروفیسر ریچرډسن د ؛ نجات پالنې د تفکر ؛په موضوع سره په یوه سیمنار کې پخپلې وینا کې وائي ، د دینونو په باب یوه مهمه موضوع ، د یهوديت ، مسیحیّت او اسلام د کتابونو ، یعني د تورات ، انجیل او قرآن په اساس د نجات پالنې د دوي ډير زیات اشتراک دی ، د نجات ورکونکي یا منجي د ظهور پيښه ، ددغو دینونو یو مرکزي ټکی دی . د تاریخ په اوږدو کې دغه پیشنګوئي او اټکل تل شته چې ټاکل شوې ده ، په آخرالزمان کې الهی رحمت، نیکي او عدالت رامینځةشي . دا چې پوهه شو ، خداوند کریم څرنګه غواړي ، دغه کار ترسره کړي ، د مونږ لپاره ډیر سخت دی .
هغه وائي ،تورات ، انجیل او قرآڼ سره یو دي او نن سبا د دینونوترمینځ خبرواترو ته اړتیا لرو . هغه مهال چې د دینونو په مشترکاتو فکر کوو ،نو دا درې واړه دینونه د ژغورونکي د ظهور انتظار کوي . دا چې څوک به ژغورونکی وي ، باید دمونږ فکر بوخت نه کري ، بلکې باید پوهه شو چې مونږ ټول یو مشترک عاقبت لرو او مړه به شو او بیا به ژوندي شو او بشریّت په الهي حاکمیّت سره پاي ته رسیږي ، پر دې اساس مهمه نه ده څه نامه ورکړو ، بلکې مهم الهي کمال ته رسیدا او د الهي ژمنې عملي کیدا ده .
پروفیسیر ریچرډسن پخپلې وینا کې مخکې وائي ، یهودیان کله دحضرت عیسی مسیح له راتلو خبر شول ، نو د دوي لپاره مهمه وه څو پوهه شي ، دعیسی مور څوک ده او قرآن په ډاګه د حضرت عیسی مسیح دمور یعني د حضرت مریّم په باب خبرې کړي دي ، قرآن نه غواړي ووائي ، محمد راغلی څو نوی دین راوړي ، بلکې راغلی دی څو تیر دینونه بشبړ کړي ، پیغمبر راغلی څومسیحیّت او شوي مبالغې اصلاح کړي ، نو ځکه قرآن کریم فرمائي؛ عیسی مسیح د خداي بنده دی او د مسیح تر ټولو لوړ رول بندګي ده .
په یوه وخت چې مونږ دقرآن له پيروکارو غواړو ، مهدویّت تعقیب کړي ، نو پوهه دې شي ةهدي ل مسیح څخه جدا نه دی ، باید هغه بدبینئ چې د دینونو د پيروکارو ترمینځ موجودې دي ، ختمې کړو او په امید او ایمان او عشق سره په مشترکاتو فکر وکړو .
پروفیسر په دوام کې وائي ، دخداوند زمانبدي به د ژغورونکي د ظهور لامل شي ، د اسلام،مسیحیّت او یهودیّت هیڅ یو متن،نشي مشخص کولی چې ظهور به کله کیږي . حتی پخپله رسول اکرم نه ؤ خبر چې دا پیښه کله رامینځةکیږي ، مونږ په اوسنی زمانې کې یوو او د راتلونکي په باب خبر نه لرو ، مونږغواړو ،چې مهدي ظهور وکړي او د نورو دینونو پيروکار هم د ژغورونکي د ظهور په انتظار او تمه کې دي ، حضرت مهدي ظهور خڼدیدلی دی او صبر یوه مهمه موضوع ده چې په مختلفو دینونو کې پرې ټينګار شوی دی .
په انجیل کې راغلي دي چې حضرت عیسی مسیح له خپلو اصحابو او ملګرو سره خبرې کولې ، له هغه پوښتنه وشوه ،چې آیا له مونږ سره له نورو زیاته مینه لرئ؟ حضرت مسیح اصلا نه غوښتل ددې موضوع په باب خبرې وکړي . مسیح وائي ، فیصله نه کوم چې زما په ښي او کیڼ لوري څوک کیښني ، دا انتخاب له خدآي سره دی او ممکنه ده دا ځائيګی د مهدي ځايئګی وي .